پاكستان غلې نه شي كيناستې٬په هر نړيوال فورم به د هند جارحيت په ډاګه كولې شي

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي هند پرله پسې د لائن آف كنټر خلاف ورزي كوي٬پاكستان غلې نه شي پاتې كېدې٬په هر نړيوال فورم به د هند جارحيت په ډاګه كولې شي٬هند نه غواړي چې پاكستان په نړۍ كښې د كشمير مقدمه روانه وساتي٬هند د نړۍ پام د مقبوضه كشمير وضعې څخه اخوا كول غواړي او هغه به په دې هڅه كښې ناكامېږي٬د جارحيت له امله د هند سټاك ماركيټ مخ په لاندې راغلې۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل په لائن آف كنټرول هند جې كوم جارحيت روان ساتلې دا پرله پسې پھ لائن آف كنټرول خلاف ورزي ده چې په نتيجه كښې ئې د پاك پوځ دوه ځوانان شهيدان شوي۔ده ووئيل په دې پاكستان غلې نه شي كيناستې او په هر نړيوال فورم به د هند جارحيت په ډاګه كوي او اولس به هم خبروي۔د دفاع په حقله د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د هېواد دفاع له په بشپړه توګه چمتو يواو چا له به هم خپل هېواد كښې په غېر قانوني توګه د داخلېدو اجازه ورنه كړو۔ده ووئيل پاكستان د جارحيت حامې نه دے۔ ده ووئېل پخوا هم هند بريدونه وړومبي كړې وو د كومو چې پاك پوځ ځواب وركړے وو ۔د هند حقيقي مقصد پاكستان د كشمير مسئلې په حقله په نړيواله كچه د خبرو اترو او د مسئلې هواري له د هڅو څخه منع كول دي۔ده ووئيل پاكستان به تل د كشمير د مسئلې وكالت كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كلبهوشن معامله په سفارتي كچه پورته كړی شوې ده