پاكستان د كوم هم جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري٬زمونږ وسله وال ځواكونه د هېواد دفاع او سلامتيا له هر وخت چمتو دي

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي پاكستان د كوم هم جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري٬زمونږ وسله وال ځواكونه د هېواد دفاع او سلامتيا له هر وخت چمتو دي٬مونږ ته هېڅ ډول خطر نشته ځكه چې پاك پوځ د نړۍ په ښه پوځونو كښې شامل دے او دا نړۍ ته هم معلومه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د نړۍ په وړاندې خپل دريځ بشپړ وړاندې كړې۔ده ووئيل وزيراعظم د كشمير مسئلې په حقله ملګرو ملتونو كښې بشپړه لابي كړې او نه يوازې يې د كشمير مسئله رامخې ته كړې بلكې د هغې په اړه يې تجاويز هم وركړې۔وزيراعظم وئېلي دي چې مونږ امن غواړو پاكستان د ترهه ګرۍ ښكار دے او ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده د كومې ختمولو لپاره چې د هغې بنيادي وجوهاتو ختمولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل سيمه كښې امن تر هغه وخت ممكن نه دې تر څو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه حل شوي نه وي۔وياند ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف ملګرو ملتونو دا هم وئېلي چې د مقبوضه كشمير د صورتحال جاج اخستلو له دې يو خپلواكه كميسون جوړ كړې شي كوم چې پخپله هلته تللو سره د حالاتو جاج واخلي۔وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خطاب نه ځانله د ځينو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كړي چې پكښې هغه د كشمير مسئلې سره سره د هند د اړخه په كشميري اولس په ظلمونو هم خبره كړې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې وزيراعظم نړيواې ورورولۍ ته باور وركړې چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زياتې قربانۍ وركړي۔ده ووئيل وزيراعظم په خپل خطاب كښې دا هم وئېلي دي چې پاكستان د هند سره غېر مشروط خبرواترو له چمتو دے خو په خبرو اترو كښې به د كشمير مسئلې ته مركزي حېثيت ترلاسه وي۔