ټېكسټائل٬زرعي مشينري او نورو څانګو كښې پھ همكارۍ كولو سره د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړولې شو

APP69-06 ISLAMABAD: September 06 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and President of Senegal Macky Sall one-on-one meeting at PM House. APP

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف ټېكسټائل٬زرعي مشينري او نورو څانګو كښې پھ همكارۍ كولو سره د سينيګال سره د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړې دې ۔د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د سينيګال اولس مشر مكي سال سر خاص او د پلاويو په كچ د خبرو په مهال وزيراعظم كلن دوه اړخيزه تجارت اوسنې حجم 30.469 ملينه ډالره ته د رسولو پھ حاجت زور راوړو۔ د خبرو اترو په مهال وزيراعظم محمد نواز شريف او د سينيګال اولس مشر د خپلو پلاويو مشري كوله۔وزيراعظم محمد نواز شريف په سينيګال زور راوړو چې د پاكستان جوړو څيزونو پشمول د سرمنی او انجينئرنګ سامان څخه استفاده وكړي۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې د تجارت وزير په مشرۍ كښې يو تجارتي او سرمايه كاري پلاوې د سينيګال دوره كولې شي۔وزيراعظم د چينو او سيمټو پلانټس لګولو لپاره سينيګال ته په تكنيكي مرسته وركولو او نورو څانګوكښې د معاونت وړاندېز هم وكړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په سينيګال كښې د يو پاكستاني بانك پرانستو جاج هم اخلي۔دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ له آسانۍ ترلاسه شي۔ده تېر كال نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د سينيګال اولس مشر مكي سال سره د خپلو ملاقاتونو ذكر وكړو چرته چې دواړه لارښود بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلا شوي وو۔وزيراعظم محمد نواز شريف كال 17-2016 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل غړې جوړیدو په لړ كښې د سينيګال په ټاكلے كېدو د سينيګال اولس مشر له مباركي وركړه۔ده هيله څرګنده كړه چې سينيګال به د اسلامي هېوادونو د ګټې تحفظ او ودې له فعاله كردار ترسره كوي٬پاكستان سينيګال لپاره د ترهه ګرۍ مخ نيوي څانګه كښې د كار استعداد زياتولو او د بشري او نشه اي توكو قاچاق مخ نيوي او استخباراتې شيئرنګ په څانګو كښې د مرستې وړاندېز وكړو۔ده ووئيل وزيراعظم په سينيګال 2012 كښې د ټول ټاكنو نه پس د جمهوريت په باوري كولو د سينيګال اولس مشر ستائنه وكړه او د سيمې مسئلو هواري له يې د هغه د مثبت كردار ذكر وكړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف اسلام آباد كښې د سينيګال سفارت پرانستو په لړ كښې د سينيګال د اولس مشر د پريكړې هركلے وكړو۔ده ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا مستحكمه شي۔دواړو هېوادونو د دفاع په لړ كښې د مرستې جاج هم واخست۔د سينيګال پلاوي كښې د انفراسټركچر وزير منصور عليمان د اولس مشر سفارتي سلاحكار عمر ديمبابي اے د ايوان صدر منسټر كونسلره مسز ګنونكا دايوف د مواصلات وزير حميد وسامبا كاسي دغسې د پاكستان د اړخه پلاوي كښې د وزيراعظم خارجه سلاحكار سرتاج عزيز٬د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او نور چارواكي شامل وو۔