ټول هېواد كښې د پاك فضائيه په ټولو هوائې ډګرو د دفاع ورځ په غور ډول ولمانځلې شوه

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) ټول هېواد كښې د پاك فضائيه په ټولو هوائې ډګرو د دفاع ورځ په غوره ډول ولمانځلې شوه۔پاك فضائيه د دفاع ورځ په موقع د كوم هم چېلنج بشپړه قوت سره د مقابلې كولو د عزم څرګندونه وكړه ۔د پي اے اېف ټولو هوائې ډګرو كښې د ورځې پېل د شهيدانو لپاره د قرآن خوانۍ او دعا نه وشو۔د كراچۍ په مزار قائد خاص دستوره كښې د ګارډ بدلون وشو۔چرته چې د پي اے اېف اكېډمي رسالپور ايوي اېشن كېډټس بابائے قوم ته پیرزوئنې وړاندې كولو له د ګارډز فرائض سنبهال كړه۔پھ دې موقع د هوائي ځواك مشر سهيل امان پیغام واورولې شو۔هغه په خپل پیغام كښې ووئېل مونږ يو مړنے قام يو كوم چې په هر سخت وخت كښې د چېلجونو مقابله كړې كه هغه قدرتي پیښې وي يا په مونږ مسلط كړې شوي وي۔ ده ووئېل د 1965 په جنګ كښې مونږ په مړانه مقابله كړی ٬ده ووئيل مونږ يو امن خوښې قام يو خو مونږ په خپل امن ناك ژوند كښې د اړي ګړي راپېدا كولو د كومې هم هڅې شنډولو صلاحيت لرو۔د دفاع ورځې په موقع د پاك فضائيه سكولونو او كالجونو زده كونكو قامي نغمې هم وړاندې كړې