وزیراعظم محمد نواز شریف نړيوال مشران كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف وريو نه خبر كړي

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مسقتل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال وزيراعظم محمد نواز شريف د نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كړي او ھغوئي ئي په كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف وريو نه خبر كړي ٬ بايد نړيواله ورورولي د هند ظلمونه بندلو له كردار ترسره كړي ۔ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د خپلې وېنا په مهال د جنګ ټكې نه دې كارولې او نه مونږ كارول غواړو ولې مونږ ته معلومه ده چې د جنګ ټكې كارول سم نه دے۔وزیراعظم محمد نواز شریف نړيوالو مشرانو ته وئيلي دي چې مونږ د كشمير كشالې سوله ايز حل غواړو۔ دې ووئيل مونږ چې كوم سندونه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته وركړې دې په هغې د هندي ظلمونو او بربريت ټوله قيصه موجود ده۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف لندن كښې د خبري كنفرنس په مهال هم وئيلي چې مونږ منطقه كښې امن غواړو ٬ امن سره په منطقه كښې پرمختګ او سوكالي راتللې شي۔دې ووئيل هند په پاكستان د ترهه ګرۍ ناوړه تور لګوي خو هند ته به هيڅ هم په لاس ورنه شي ٬ نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نه خبر ده او څو ځله ئې د دې خبرې اعتراف هم كړې ۔دې ووئيل د كشمير مسئلې سوله ايز هواري له به پاكستان خپلې سفارتي هڅې روانې ساتي او په دې لړ كښې د پاكستان نمائندګانو په سلامتي كونسل كښې هند ته ځواب هم وركړے