وزيراعظم محمد نواز شريف د خېبرپښتونخوا پشمول په ځينو سيمو كښې د ګاز په سكيمونو لګولې شوې بندېز لرې كړو۔د پېټروليم او قدرتي وسيلو دوهم وزير

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)د پېټروليم او قدرتي وسيلو دوهم وزير جام كمال خان وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د خېبرپښتونخوا پشمول په ځينو سيمو كښې د ګاز په سكيمونو لګولې شوې بندېز لرې كړې دې ۔د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنې دمې په مهال سناتور باز محمد خان٬نعمان وزير ا سناتور شاهي سيد د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل ټاؤن هاؤسنګ سكيمونو ته هم د ګاز په رسنه بندېز لګېدلې شوے ے ۔ده ووئيل اوس وزيراعظم د خېبرپښتونخوا پشمول ځينو سيمو لپاره د ګاز په سكيمونو لګولې شوې بندېز لرې كړی دې ۔پھ دې لړ كښې د تفصيلاتو وړاندې راتللو څخه وروستو سوئي سدرن ګيس كمپنۍ او سوئي ناردرن ګاز پائپ لائن لمېټډ تګلار تعينولې شي۔ده ووئيل بنو ټاؤن او د خېبرپښتونخوا اوسېدونكو د ګاز رسنې لپاره د بنو پراجېكټ ډائرېكټر ډوېلپمنټ اتهارټۍ 87 لكه روپۍ جمع كړې ۔100 فيصد انټرنل ډسټري بيوشن نېټ ورك لائنونه غزولې شوي۔ده ووئېل يو آفر ليټر هم جاري كړی شوې خو نوې هاؤسنګ سكيمونو له د ګاز په رسنه د بندېز په سوب عملدرآمد نه كېدو۔