هند په مقبوضه كشمير كښې په 13 تورو قانونو عمل كوي٬په بې ګناه كشميريانو او امن ناكه احتجاج كونكو په ضد 13 لكه پيلټ راؤنډ فائر كړې شوي

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) د دفاعي پېداوار لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن او د وزيراعظم نامزد نمائنده لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم وئېلي دي چې هند په مقبوضه كشمير كښې په 13 تورو قانونو عمل كوي٬په بې ګناه كشميريانو او امن ناكه احتجاج كونكو په ضد 13 لكه پيلټ راؤنډ فائر كړې شوي٬وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير مسئله په هر فورم په بشپړه ډول پورته كړې۔تېره ورځ د برتانيې لپاره د كشمير په مسئله لابنګ او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه نړيواله ورورولۍ خبرولو لپاره نامزد استازي لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم خان اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د بهر هېواد دورې په مهال د بشري حقونو نړيوال ډكليئرشن٬د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ سلامتي كونسل په قراردادونو كښې كوم كښې چې د حق خود اراديت ذكر دې رامخې ته كول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي دغسې چې نړيواله ورورولي د هندي وعدو څخه خبر كړې شي۔د ملګرو ملتونو چارټرډ آرټيكل 1 او 2 كښې په ډاګه وئېلي شوي چې حق خود اراديت به مقدم ساتلې شي۔د امريكې يو پخواني اولس مشر وډروولسن فروري 1918 كښې يو مشهور تقرير كړې وو كوم كښې چې هغه وئيلي وو چې جديد نړيوال قوانينو كښې به حق خود ارادايت په ښه الفاظو كښې ليكلې شي۔ده ووئيل حكومت د خارجه دفتر نه تر وزيراعظم په كچه د كشمير مسئله په هر فورم پورته كړې۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې وزيراعظم دا معامله څو وارې پورته كړې۔د عمومي اسمبلۍ دې پلو پام راګرځولو له خطونه لېږل شوي دي۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې په 13 تورو قوانينو هند عمل كوي٬نړۍ به د دغه تورو قوانينو څخه خبرولې شي