نريندر مودي د چين اولس مشر شي جن پنګ سره وليدل

بيجنګ 04 ستمبر (اے پي پي)د هند وزيراعظم نريندرمودي د اتوار په ورځ د چين هنګ ژو ښار كښې د چين اولس مشر شي جن پنګ سره وليدل۔د هند مېډيا له مخې ملاقات د جي 20 مشرانو غونډې پھ موقعه شوے۔د هند مېډيا له مخې وزيراعظم نريندر مودي د چين اولس مشر ته وئېلي دي چې هند او چين له به د يو بل هيلو او حاجتونو په اړه د حساسيت څرګندونه كول وي۔د دواړو لارښودو ترمينځه ملاقات كښې يو داسې وخت كښې شوې كله چې هند او چين خپلو كښې په ځينو چارو اختلافات لري۔د چين خارجه وزارت وياند په خپل يو بيان كښې ووئيل چې د چين اولس مشر هندي وزيراعظم ته ووئيل چې مونږ له به اختلافي چارو تعميري تګلار خپلول وي۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه