ميرپور خاص كښې د بېت المال په سويټ هوم د اور لګېدو له امله 5 ماشومان مړه او 6 ژوبل

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی) ميرپور خاص كښې د بېت المال په سويټ هوم د اور لګېدو له امله 5 ماشومان مړه او 6 ژوبل شوي دي ۔د شخصي ټي وي له مخې د ميرپور خاص لياقت ټاؤن كښې د بېت المال پھ سويټ هوم كښې د شارټ سركټ له امله اور لګېدو په نتيجه كښې پينځه ماشومان مړه او شپږ ژوبل شوي دي ۔پوليس له مخې ژوبل شوي ماشومان طبي مرستې له روغتون ته رسولې شوي۔د بېت المال ډسټركټ افسر يوه ملازمه نيولې او پلټنې ترې پېل شوي دي