قامي اسمبلۍ كښې په فاټا اصلاحات بحث نن هم دوام لرلو

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ كښې د معمول كاروائي ځڼډولو نه پس د فاټا په اصلاحات بحث نن هم دوام لرلو۔د جمعې په ورځ وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ووئيل د فاټا په اصلاحات بحث له دې د ايوان د معمول كاروائي وځنډولې شي ۔سپيكر ووئيل شېخ آفتاب احمد هم ټېليفوني تماس نيولې ؤ۔ټول ګوندونه دې اعتماد كښې واخستلې شي۔ډاكټر عذرا افضل پيچوهو ووئيل كه د پارلمان شريكه غونډه د شورو په ورځ كېږي نو پھ فاټا يوه ورځ نور بحث هم كېدې شي۔وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ تحريك وړاندې كړو چې په فاټا بحث له دې د پوښتنو دمه او پام راګرځونې نوټس پشمول د ايوان كاروائي وځنډولې شي ۔ دغسې غونډې د تحريك منظوري وركړه۔