فېصل جومات كښې د لويې اختر لمونځ به سهار په 7 نيمې بجې ادا كېږي

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی)د وفاقي پايه تخت تر ټولو لويې جومات فېصل جومات كښې د لويې اختر لمونځ به سهار په 7 نيمې بجې ادا كېږي۔د خالي په ورځ جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې د اسلامي پوهنتون د شريعه څانګې ډين او پروفيسر ډاكټر محمد طاهر حكيم به خطبه وركوي