فرانس٬ نيس كښې ترهه ګرۍ د ككړ كېدو په شك كښې نور 8 كسان ونيول شول

پېرس 21 ستمبر(اے پي پي) د فرانس په نيس ښار كښې د بريدونو په لړ كښې نور 8 كسان ونيول شول۔ د المانې ميډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چي دا كسان د نيس په شا او خوا كښې نيول شوي دي چې پكښې د فرانس او تيونس وګړي شامل دي۔ د دې څخه وړاندې هم 6 كسان د شك په سبب نيول شوي۔ د يادونې وړ ده چې په جولائي كښې په نيس كښې د بريد په نتيجه كښې 86 كسان مړه شوي وو۔