فاټا اصلاحات خوشبينه دې ٬په ځپليو سيمو كښې د روغتيا او تعليم تباه شوې انفراسټركچر دې جوړ كړې شي٬

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)د پي ټي آئي فاټا سره تعلق لرونكي د قامي اسمبلۍ غړي قيصر جمال فاټا اصلاحات خوش آئنده ګرځولو سره وئېلي دي د فاټا په ځپليو سيمو كښې د روغتيا او تعليم تباه شوې انفراسټركچر دې ټول جوړ كړې شي۔فاټا اصلاحات دې يوازې اعلانيه نه وي بلكې عملدرآمد دې پرې هم وكړی شي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په اصلاحات بحث كولو سره د فاټا غړي قيصر جمال ووئيل د فاټا څخه افغانستان ته كډه كوونكي وګړي بايد بېرته خپل هېواد ته راستانه كړې شي٬په دې حقله دې حكومت ګامونه پورته كړي۔ده ووئيل د لس كاله اړي ګړي پھ مهال چې تعليمي ادارو او د روغتيا مركزونو ته كوم زيان رسېدلې هغه دې بحال كړې شي۔ده ووئيل ځينې اېن جي اوز په ټول هېواد كښې كار كوي٬هغوي ته دې په فاټا كښې هم د كار كولو اجازه وركړې شي۔ده تجويز وركړو چې فاټا كښې دې د احتساب نظام رائج كړې شي٬دې لپاره دې د خېبرپښتونخوا نېب ته ذمه وارۍ وسپارلې شي۔ ده ووئېل د فاټا د لييوز فورس تنهاګانې دې د پوليس برابر كړی شي٬فاټا پوهنتون كښې د فاټا زده كوونكو لپاره كوټه بېله كړی شې ۔ ده ووئېل راپور كښې چې كوم اصلاحاتو له ووئېلې شوي بايد دا يوازې اعلان نه وي عملدرآمد دې پرې هم وكړی شي۔