عرفان صدیقي د خبريال زاهد ملك په مرګ خواشينې ښكاره كړه

اسلام آباد 01 ستمبر(اے پي پي)د وزیراعظم مرستيال عرفان صدیقي د نوموړي خبريال زاهد ملك په مړينه خواشيني ښكاره كړې ده ۔د ارواښاد د زوي فېصل زاهد ملك په نامه د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل معياري صحافت او نظريه پاكستان ژوندۍ ساتلو له ارواښاد د قدر وړ خدمات ترسره كړي۔د ارواښاد مرګ څخه پېدا شوې خلا به زر ډكه نشي۔ده دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي