سوريه كښې د امن لوظ نامې لپاره د روس سره د خبرو اترو عمل روان دے۔باراك اوباما

هنګ ژو 04 ستمبر (اے پي پي)د امريكې اولس مشر باراك اوباما وئېلي دي چې سوريه كښې د امن لوظ نامې لپاره د روس سره د خبرو اترو عمل روان دے۔مېډيا له مخې د چين هنګ ژو ښار كښې د جي 20 مشرانو غونډې په موقعه خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې باراك اوباما ووئيل چې په سوريه كښې د امن بحالۍ لپاره 24 ساعته كار كېږي۔ده ووئيل دا يو سخت كار دے خو بيا هم په سوريه كښې امن لوظ نامې لپاره د روس او امريكې ترمينځه خبرې اترې روانې دي۔دا خبره دې ياده وي چې سوريه كښې په 2011 كښې د بشارالاسد جمهوريت خوښو مظاهرو په ضد د كريك ډاؤن څخه پېل شوي نښتو كښې تراوسه 2 لكه 90 زره څخه زيات كسان مړه شوي دغسې ګڼ كسان په كډه كولو مجبور شوي