سناتور پروېز رشيد د مردان ترهه ګرۍ پېښه وغندله

اسلام آباد ۔ 02 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې وفاقې وزير سناتور پرویز رشید مردان كښې د ترهه ګرۍ د پیښې سختې غندنې كولو سره د بې ګڼاه وګړيو په ځانې زيان د خفګان څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئېل د ترهه ګړۍ په دې کارروائۍ كښې د هېواد دښمنه خلقو لاس دے، د پاکستان اولس د هېواد دښمنانو مقابله كولو صلاحیت لري۔ وفاقی وزیر ووئېل حکومت به تر هغه وخته په قلار نه كينې چې تر څو هېواد كښې اخري ترهه ګر ژوندې وي ۔ ده ووئېل د ترهه ګړۍ او انتها خوښۍ په ضد به د پاكستانيانو قربانۍ بې ځايه تللو له ورنكړو ۔ ده په مردان چاودنه كښې په حق رسېدليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه او د ژوبلو زظر تر زره روغتيا لپاره ئې لاس لپه كړه