سلامتي كونسل كښې د حلب په اړه قرارداد وړاندې كول غواړو۔د فرانس خارجه وزير

پېرس 29 ستمبر (اے پی پی)فرانس د سوريه په حلب ښار كښې د ډز بندۍ لپاره سلامتي كونسل كښې قرارداد وړاندې كول غواړي۔د فرانس خارجه وزير له مخې هغوي په يو داسې قرارداد كار كوي چې پكښې به په حلب ښار كښې د ډزبندۍ ذكر وي او د دې خلاف ورزي كونكے كوم هم هېواد به جنګي مجرم ګڼلې شي۔د هغه د بيان له مخې د دې قرارداد مقصد دا هم دے چې په حلب كښې د جنګ بندۍ په حقله ټولې ډلې خپلې ذمه واري وپېژني۔ده ووئيل كه كوم هم هېواد په دې قرارداد كېدونكي ووټنګ كښې برخه وانخسته نو دا خطره هم شته چې هغه به هم د جنګي جرمونو مرتكب ګڼلې شي