د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د تركيې د پوځ مشر جنرال صالح ذكي وليدل

اسلام آباد 20 ستمبر(اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د تركيې د پوځ مشر جنرال صالح ذكي ليدلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د نهې په ورځ جنرال راحيل شريف سره د تركيې د پوځ كمانډر جنرال صالح ذكي په ملاقات كښې د شريكې خوښې پشمول په دفاعي او امنيتي مرسته ٬ په پېشه وارانه تربيه او په سيمه ايزه مرسته هم غور شوے۔ ګران مېلمه ته د پاك پوځ د آپرېشنل تربيې په چارو بريفنګ وركړې شوې۔ په دې موقع جنرال صالح ذکي د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ د قربانيو او كاميابو ستائنه وكړه۔ جنرال صالح ذكي د جي اېچ كيو دوره هم وكړه٬ جي اېچ كيو ته په رسېدو يوې چټك ډلې ده ته سلامي وكړه۔ په دې موقع جنرال ذكي د شهيدانو په يادګار حاضري هم وكړه۔ د پاكستان په دوره راغلې د تركيې پلاوې به د سټېټ آف دي آرټ نېشنل كاٶنټر ټېررزم سنټر پبي ته هم ځي۔