د پاكستان په خاوره د كوم هم سرجيكل اسټريك به بشپړ ځواب وركولې شي۔د هند د اړخه كوم سرجيكل اسټريك نه دې شوې٬پاك پوځ په پوله د ډزو د معمول ترمخه بشپړ ځواب وركړی۔آئي اېس پي آر

پېنډۍ 29 ستمبر (اے پی پی)د هند اړخه هېڅ ډول سرجيكل اسټريك نه دې شوې بلكې د هند د اړخه په پوله ډزې شوي دي۔پاك پوځ د معمول ترمخه د هند د ډزو بشپړ ځواب وركړی دې ۔د آئي اېس پي آر د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د هند د اړخه د سرجيكل اسټريك تصور بې بنسټھ ډنډوره ده۔بيان كښې وئېلي شوي هندے اسټېبلشمنټ په پوله ډزو له د سرجيكل اسټريك نامه وركولو او په مېډيا د بې بنسټه ډنډورې خپرولو هڅه كوي۔پاكستان پھ ډاګه كړې كه زمونږ په خاوره كوم ډول سرجيكل اسټريك وشو نو بشپړ ځواب به وركولې شي۔