د پاكستان اولس د بې روزګاري٬غريبي٬ګرانۍ او د توان بحران خاتمه غواړي٬د پاكستان معاشي پرمختګ نړۍ مني

APP87-02 KALA SHAH KAKU: September 02 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing a gathering after inaugurating Lahore Eastern Bypass. APP photo by Chaudhry Ansar

كالاشاكاكو 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د پاكستان اولس د بې روزګاري٬غريبي٬ګرانۍ او د توان بحران خاتمه غواړي٬د پاكستان د معاشي پرمختګ نړۍ اعتراف كوي٬د روغتيا آسانيو لپاره به 40 نوي روغتونونه جوړولې شي٬دروغ او تورونه نه لګوو بلكې سياست عبادت ګڼلو ٬مونږ د اقتدار نه د اقدار سياست كوو ٬ 2018 كښې به هېواد د لوډشېډنګ څخه خلاص كړې شي ٬ 2018 ټول ټاكنو كښې د بيا كاميابي نه پس به د اولس خذمت دغسې روان ساتو ٬ په ټي وي د حكومت د ختمولو نېټې وركونكې به دغسې پالونه راوباسي۔ده د جمعې پھ ورځ د كالا شا كاكو لاهور ايسټ بائي پاس د بنياد تېګه اېښودو په موقع اولسي غونډې ته خطاب كولو۔وزيراعظم د كالا شا كاكو لپاره 4 نوې پروژې هم اعلان كړی۔وزيراعظم ووئيل زه د اولس مينې دلته راوستلې يم ما ته هغه ورځ ياد ده كله چې د قاضيانو بحالۍ لپاره د لانګ مارچ پھ لړ كښې مونږ د لاهور څخه راوتو نو د كالا شا كاكو وګړي زمونږ سره هم شامل شو٬ ده ووئېل زه هغه منظر چرته هم نه شم هېرولې دغه د پاكستان سره د مينې ثبوت وو۔زه پھ دې وياړ لرم۔وزيراعظم ووئيل ما غوښتل چې د كالا شا كاكو لپاره ډېر څه وكړم ځكه نن دلته راغلې يم۔ده ووئيل زه ستاسو جذبې ته سلام كوم٬زمونږ ايجنډا د پاكستان پرمختګ دے٬تېره ورځ سبي او ګوادر كښې د پرمختيائي پروژو د بنياد تېګه اېښودلې شوې٬ ده ووئېل د بلوچستان لويه صوبه نن څوكالۍ پلو روانه ده٬هغه بلوچستان كوم ته چې وړاندې چا پام لرنه نه وه كړی٬ وزيراعظم ووئېل نن مونږ هغې ته په زړه پورې پام لرنه كوو۔ده ووئيل د ټول هېواد ګټې ته ګورو٬د پاكستان د پرمختګ جال پھ ټول هېواد كښې خپور شوے٬وزيراعظم ووئيل په بلوچستان كښې پھ داسې ځايونو كښې سړكونه جوړیږي چرته چې تصور هم ممكن نه وو۔وزيراعظم ووئيل دا زما ايمان دے چې يوازې بلوچستان نه د هېواد ټول ښارونه به هم دغسې پرمختګ كوي۔ګوادر به د پاكستان لپاره د وياړ وړ وي٬ ده ووئېل مونږ ټولو څانګو ته پام لرنه كوو۔وزيراعظم ووئيل د درې كلنه دور ميوو نتيجې رامخې ته كېده پیل شوي۔ده ووئيل معيشت تندۍ سره پرمختګ كوي د كوم اعتراف چې ټوله نړۍ كوي۔ده ووئيل كه د پرمختګ دا مزل داسې روان وو نو هېواد څخه به غريبي٬بې روزګاري او لوګه ختمه شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ څه خبره كوو پھ هغې عمل كوو۔د دروغو سياست نه كوو٬سياست عبادت ګڼو او دغه بنيادي فرق دےب۔ده ووئيل مونږ اقتدار نه د اقدارو سياست عهد كړې۔ده ووئيل ټول هېواد كښې تندۍ سره د برېښنا كارخانې جوړېږي٬لوډشېډنګ كم شوې٬راروان كال به نور هم كم شي۔دغسې پھ 2018 كښې به په بشپړه توګه ختم شي٬ ده ووئېل دا د اولس خذمت دے۔ده ووئيل د پینډۍ يو سياستمدار پھ ټي وي پيشنګوئي كوي چې حكومت ختمېدونكې دے۔دغسې خبرې كولو سره حكومت درې نيم كاله تېر كړه او يو نيم كال به نور هم پوره كوي بيا به ټاكنې كېږي او مسلم ليګ(ن)به بيا كاميابېدو سره د اولس خذمت كوي٬ وزيراعظم ووئېل هغه به هم دغسې په ټي وي فالونه راوباسي٬ هغه ته به اوس د اسمبلۍ د غړي جوړیدو موقع هم په لاس نه ورځي۔وزيراعظم ووئيل پوهه سياستمدار هغه دے څوك چې د اولس نبض معلوم كړي۔وزيراعظم په دې موقع د كالا شا كاكو بدوملي سړك٬پھ اماميه كالوني كښې پھ رېلوے پهاټك اوور هېډ بريج او شيرشاه سوري سړك نه ځانله لاهور اسلام آباد موټروے باندې د پنډي داس انټرچېنج پروژې اعلان هم وكړو۔(ص