د پارلمان شريكه غونډه تر ټولو لويې فورم دے٬د شورو په ورځ به د كشمير په كشاله تفصيلي بحث كولې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د پارلمان شريكه غونډه تر ټولو لويې فورم دے٬د شورو په ورځ رابللې شوې شريكه غونډه كښې به د كشمير په كشاله تفصلي بحث كولې شي۔د جمعې په ورځ ډاكټر شېريں مزاري د اعتراض په نكته ووئيل د كشمير په معامله دې خارجه سلاحكار سرتاج عزيز ايوان ته پالېسي بيان وركړي۔سپيكر ووئيل د پارلمان شريكه غونډه رابللې شوې په هغې كښې به په دې حقله تفصيلي بحث كولې شي۔