د وزیراعظم محمد نواز شریف او د ترکیی اولس مشر رجب طیب اردوان ملاقات

APP88-20 NEW YORK: September 20 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and President of Turkey H.E. Recep Tayyip Erdogan shaking hands before their meeting. APP

اسلام آباد ۔ 20 ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد نواز شریف او د ترکیی اولس مشر رجب طیب اردوان ترمینځھ د نھې پھ ورځ د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ 71مې غونډې پھ موقع ملاقات شوې ۔ د ملاقات پھ مھال د سوئیلی اسیا پھ سیمھ ایزہ وضعھ٬ د مینځنی ختیز ٬ سوریھ او د عراق د صورتحال جاج اخستې شوې دې ۔ د جولائی پھ 15مھ نیټہ 2016 کښې ترکیھ کښې د ناکامه پوځی بغاٶت نھ پس دا د دواړو مشرانو وړومبې ملاقات ٶ۔ پھ دې موقع د وزیراعظم د خارجھ چارو خاص مرستیال سرتاج عزیز ٬ طارق فاطمی ٬ اعزاز احمد چوھدری او نور چارواکی ھم موجود وو۔ وزیراعظم د ترکیھ اولس مشر تھ بغاٶت پھ ناکامھ کولو د پاکستان اولس لخوا د کوټلی ملاتړ څرګدونھ وکړہ۔ نواز شریف پھ ھغھ وړومبنو لارښودو کښې يو دے جې د بغاٶت پھ ناکامھ کولو ئې اولش مشر سره تماس نيولې ؤ او د جمهوري ټاكلي حكومت او د تركيې اولس سره ئې د ملاتر او يوالي څرګندونه كړې وه ۔ وزیراعظم ملاقات كښې د مقبوضه كشمير د اولس د ملاتړ پخلے كړے كوم چې د تېرو څو لسيزو راهسې د هندي ځواكونو د ظلم او بربريت ښكار دے۔ وزیراعظم د تركيې اولس مشر د مقبوضه کشمیر نوې صورتحال په خاص توګه د بې ګناه وګړيو په ضد د هندي پوځ د تشدد نه خبر كړو۔د تركيې اولس مشر ووئيل ترکیھ بھ د مقبوضھ کشمیر حقائق معلومولو لھ یو مشن لیږی۔ وزیراعظم د تركيې د اولس مشر په ملاتړ مننه وكړه ۔د ترکیې اولس مشر ووئيل مونږ تل لپاره ملګري يو٬ دواړه هېوادونه يو بل سره تړلې دې۔ وزیراعظم د ترکیې په بېلو ښارونو كښې د ترهه ګرۍ په پېښو اولس مشر سره غمرازي ښكاره كولو سره په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم هيله ولرله چې د تركيې مېړنې اولس به ډېر زر په دې مسئلو قابو ومومي۔ د ترکيې اولس مشر ووئيل دواړه هېوادونه به خپلو اړوندو سيمو او اسلامي نړۍ كښې امن او پرمختګ لپاره ثابت قدم همكاران وي۔ وزیراعظم د ترکيې کمپنيو د مثبت کردار ستائنه وكړه چا چې پاکستان په انفراسټركچر او سروسز سېكټر كښې سرمايه كاري كړې۔ ده د تركيه كمپنو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړه۔د پاك ترك آزاد تجارتي تړون اهميت رامخې ته كولو سره وزیراعظم دغې ته زر تر زره په حتمي شكل وركولو ټېنګار وكړو دغسې چې د دواړو هېوادونو تجارتي صلاحيت څخه بشپړه استفاده وكړې شي ۔ ده په نيوكلئير سپلائر ډله كښې په تعميري كردار د تركيې د اولس مشر مننه وكړه ۔ وزیراعظم اولس مشر د اتومي وسلو نه خپرولو او د تحفظ او سلامتيا پحقله د پاکستان كوتلې درېځ نه خبر كړو د كومې په سوب چې پاكستان د نيو كليئر سپلائر ډلې غړيتوب له يو مثالي كانديد ګرځېدلې۔