د وزیراعظم دا دوره ” د كشمير مشن” دے٬ د كشمير كشالې په اړه خپل قراردادونه عمل كول د سلامتي كونسل ذمه واري ده۔ ډاكټر مليحه لودهي

ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د وزيراعظم اوسنۍ دورې ته د ” كشمير مشن” نامه وركړې۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا د كشمير كشاله موجود ده او دا د سلامتي كونسل ذمه واري ده چې خپل قراردادونه عملي كړي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمومي سېكتر بان كي مون او د سلامتي كونسل صدر ته په دې لړ كښې چيټۍ هم ليكلې ده دې سره سره وزيراعظم برتانیې‘ چین‘ فرانس‘ روس او امریکې پشمول د مستقل غړو هېوادونو مشرانو ته هم چيټۍ لېږلې دي چې پكښې په دې لړ كښې د مداخلت درخواست شوے دے۔ ده ووئيل د جولائي په 8مه نيټه د كشمير زلمي برهان واني د شهادت نه پس په سلګونو كشميريان چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي شهيدان كړې شوې دي٬ د پېلټ ګنز كارولو له امله د 150 نه زيات كسان نابينا شوې دي٬ د لس زرو نه زيات كشميري ماشومان د هندي ځواكونو د ډزو له امله ټپيان شوي دي۔