د وزارتونو ترمينځه د سينټرل اېشياﺀ اكنامك كوآپرېشن بين كنفرنس كښې ګډون لپاره 9 هېوادنو وزيرانو ته خطونه لېږلې شوې دي

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د وزارتونو ترمينځه 15م سينټرل اېشياﺀ اكنامك كوآپرېشن(كريك) كنفرنس كښې ګډون لپاره 9 هېوادونو وزيرانو ته خطونه لېږلې دي۔دا كنفرنس به په 25م او 26 اكتوبر اسلام آباد كښې كېږي۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې كريك 10 هېوادونه د معاشي او مرستې فورم دي۔د خزانې وزير لخوا تحرير شوي خط كښې د دې هېوادونو وزيرانو ته بلنه وركړې شوې چې هغوي دي د خپل هېواد پلاوي سره په دې كنفرنس كښې ګډون وكړي چې كوم پیل به د 26 اكتوبر د بين الوزرا غونډې څخه وړاندې د اكتوبر په 25مه نېټھ د اعلٰی چارواكو غونډې سره كېږي۔سږ كال د دې كنفرنس سرخط “كريك كښې اقتصادي بدلون سره رابطې” اېښودلې شوې۔د خزانې وزير لخوا منګوليا٬آذربائيجان٬تركمانستان٬چين٬افغانستان٬تاجكستان٬ازبكستان٬ قزاخستان٬تاجكستان وزيرانو ته كريك وزارتي كنفرنس كښې د ګډون كولو لپاره خطونه ليكلې شوي دي۔