د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټھ ده۔وسله وال ځواكونه بشپړ چمتو دي

APP20-27 PESHAWAR: September 27 - Lt Gen Asim Saleem Bajwa, DG ISPR talking to media. APP

پینډۍ 29 ستمبر (اے پی پی)د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال عاصم سليم باجوه وئېلي دي د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټه ده۔د هېواد وسله وال ځواكونه د كوم هم چېلنج مقابلې كولو او د كوم جارحيت ځواب وركولو له چمتو دي۔د زيارت په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د هند عسكرو په لائن آف كنټرول د زيارت په شپه دوه بجې ډزې كړې د كومو چې پاك پوځ بشپړ ځواب وركړې دې ۔د هند د ډزو په نتيجه كښې شهيدو شويو عسكرو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټه ده۔ده ووئيل د بې بنسټه ډنډورو كوم ثبوت نه وي٬مونږ د حقائقو تصديق كړې او د سرجيكل اسټرائيك هندي ادعا رښتيا نه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاك پوځ د ټول اولس بشپړه ملاتړ او دعاګانې لري ٬مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه كړې او په پوله د كوم هم جارحيت به دغې جذبې سره ځواب وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند دا ډول هڅې د اشتعال مترادف دي او كه دا لړۍ روانه وه نو د پاكستان د اړخه به هم دا ډول ځواب وركولې شي