د مېډيا هاؤسز او مېډيا كارمندانو تحفظ باوري كولو له امنيتي ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده

APP39-02 ISLAMABAD: September 02 – Federal Minister for IB&NH Senator Pervaiz Rashid chairing the 6th meeting of the Ministerial Committee constituted to address security related issues of media houses. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي د مېډيا هاؤسز او مېډيا كارمندانو تحفظ باوري كولو له امنيتي ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔د جمعې په ورځ د مېډيا هاؤس امنيتي مسئلو هواري له جوړ كړی وزارتي كمېټۍ 6مې غونډې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل حكومت د خبريالانو تحفظ له عزم لري٬حكومت د جرنلسټ ويلفيئر اينډ پروټېكشن بل 2016 جوړولو له كار كوي۔په دې موقع دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان او د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل بل كښې د انډاؤمنټ فنډ پھ اړھ شقونه٬ځاني زيان يا ژوبل كېدو په صورت معاوضه او انشورنس سكيم شامل دے ٬چې مقصد يې د مېډيا صنعت او د كارمندانو تحفظ باوري كول دي۔ده ووئيل د مېډيا هاؤس تحفظ او د كارمندانو سلامتيا او ښېګړی ته حكومت پام لرنه كوي او په دې لړ كښې به ټول وسائل كارولې شي۔د اطلاعات وزير اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د مېډيا هاؤسز امنيتي خطرو تفصيلي تجزيه وكړي او هغه مېډيا هاؤسز په ګوته كړي كوم چې د سفټي اقدامات باوري كولو له خپلې ذمه واري نه پوره كوي۔ده د كمېټۍ په پريكړو د عملدرآمد عمل څارنې له د يو ذيلي كمېټۍ جوړولو سپارښټنه هم وكړه د كومې مشري به چې د اطلاعات او خپرونو پارلماني سېكتر محسن شاهنواز رانجها كوي۔كمېټۍ د تېرې غونډې په پريكړه د صوبائي حكومت د تعمل راپورونو او په كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ بريد او په كراچۍ كښې پھ مېډيا هاؤس د بريد صورتحال جاج يې هم واخست۔په غونډه كښې د اطلاعات وفاقي سېكتر٬د پي آئي ډي پرنسپل انفارمېشن آفسر٬د آئي پي ونګ ډائريكټر جنرل٬ د څلورو واړو صوبو د آزاد جمو او كشمير ٬ ګلګت بلتستان هوم او اطلاعاتو سيكترانو٬اے پي اين اېس ٬ پي بي اے او د قامي پرېس كلب نمائندګانو ګډون وكړو۔