د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خطاب په مهال وزيراعظم پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړې او د ځينې نړيوالو لارښودو سره يې ملاقاتونه وكړل

نیویارك 23 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د جمعې په ورځ لندن ته لاړو٬ وزيراعظم ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خطاب پھ مهال په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړی او په نړيوالو يې زور راوړو چې د كشميري اولس حق خود اراديت لپاره په خپلو قراردادنو عملدرآمد وكړي۔د كينيډي په هوائي مېدان ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي٬په امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني او د پاكستان نورو چارواكو ده ته په مخه دې ښه ووئي۔د ملګرو ملتونو پوهانو له مخې د وزيراعظم د كوټلو هلو ځلو په نتيجه كښې كشمير كاز رامخې ته شوې۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته مهم خطاب كړې چې پكښې هغه د كشمير شخړه د ټولې نړۍ نمائندګانو په وړاندې په تفصيل سره وړاندې كړه او هغه پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د لاسه د بې ګناه كشميريانو په شهادت د نړيوالو پلټنو غوښتنه وكړه۔وزيراعظم په دې مهال د بېلو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم كړي۔وزيراعظم د امريكې خارجه وزير جان كېري پشمول د ټولو نړيوالو لارښودو سره د ملاقاتونو په مهال د كشمير مسئله رامخې ته كړه او هغوي يې د كشميريانو په ضد د هندي ظلمونو نه خبر كړه۔د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر وړاندې نه مقبوضه كشمير ته د فېكټ فائنډنګ مشن لېږلو وړاندېز كړی دغسې تركيه د او آئي سي مشن هم مقبوضه كشمير ته د لېږلو تجويز وركړې دغسې چې مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه پھ كشميريانو د ظلمونو جاج واخستلې شي۔وزيراعظم په كشمير كښې د هندي ظلمونو په اړه د ملګرو ملتونو مشر ته يو دستاويز هم وړاندې كړو او وې وئېل دا به د سلامتي كونسل مستقل غړيو ته هم وړاندې كولې شي دغسې په ټوله نړۍ كښې د پاكستان سفارتخانو ته هم سپارښتنه شوې چې د اړوندو هېوادونو حكومتونه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو نه خبر كړي۔وزيراعظم ووئيل نړۍ به پھ كشميريانو د روانو ظلمونو څخه خبرولې شي۔