د مذهبي منافرت او انتهاخوښۍ مخ نيوي له به مېډيا٬علماﺀ كرام او سول سوسائټۍ له مثبت او فعاله كردار ترسره كول وي

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی) د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئېلي دي د مذهبي منافرت او انتها خوښۍ مخ نيوي له به مېډيا٬علمﺀ كرام او سول سوسائټۍ له مثبت او فعاله كردار ترسره كول وي٬پخوا د غلطو پالېسو له امله نن ټول قام د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ سختو چېلجونو سره مخ دے٬د ترهه ګرۍ له امله په نړيواله كچه د پاكستان او اسلام تشخص سخت ځپلې كېږي۔ده د زيارت په ورځ ينګ پارلمينټريز فورم٬د چينن ډوېلپمنټ اېسوېسي اېشن٬د سسټين اېبل ډوېلپمنټ آرګنائزېشن او اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان په اشتراك سره 7م نېشنل يوته پيس فيسټيول په دوهمه ورځ”د كركې خپرونكو مخ نيوي او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ”په سرخط د ټول هېواد بېلو برخو څخه راغلو زده كوونكو ته خطاب كولو۔د ينګ پارلمينټريز فورم مېډيا سېكتر اېم اېن اے روبينه خورشيد٬د سسټين اېبل سوشل ډوېلپمنټ آرګنائزېشن ايګزېكټيو ډائرېكټر سيد كوثر عباس٬د چينن ډوېلپمنټ اېسوسي اېشن مشر محمد شهزاد خان٬د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن مولانا طاهر اشرفي او نور هم په دې موقع موجود وو۔د يوت فيسټيول دوئمې ورځې په وړومبۍ ناسته كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت د اړخه د پرعزم پاكستان كمپائن په اړه زده كوونكو ته ډاكومنټري وښودلې شوه۔د يوت فيسټيول دوئمه ناسته كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن ا قبال٬د ډوېلپمنټ ګولز او وژن 2025 په حقله٬د رفا انټرنېشنل پوهنتون پروفيسر ډاكټر راشد آفتاب٬قدير بېګ٬وسيم دراني٬د سسټين اېبل ډوېلپمنټ ګولز په حقله ګډون كوونكي خبر كړه۔د يوت كنفرنس درېمې ناستې سرخط “د كركې خپرونكو مخ نيوي او د مذهبونو ترمينځه هم غږۍ”وه۔ګډون كونكو ته خپل خطاب كښې د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك ووئيل پاكستان دا مهال د سخت صورتحال څخه تېرېږي د كوم بنياد چې پخوا غلطو پالسو ايخي وو۔ده ووئيل پاكستان دا وخت د بېلو چېلنجونو سره مخ دے د كومو چې پاكستان مقابله كوي٬يو اړخ ته د پولو صورتحال دے نو بل خوا په هېواد كښې دننه ترهه ګري او فرقه واريت ته هوا وركولو له شيعه٬سني په نښه كول او د انتهاخوښۍ چېلنجونو سره مخ يو۔ ده ووئېل هېواد كښې دننه د اقليتونو د عبادت ځايونه او د مسلمانانو عبادت ځايونه هم د ترهه ګرۍ ښكار كېږي٬په داسې صورتحال كښې به مونږ ټولو له په ګډه مخ په وړاندې تلل او په نړيواله كچه د اسلام او پاكستان امېج ښه كول وي۔ده ووئيل د علماﺀ٬مېډيا او د سول سوسائټۍ په داسې حالاتو كښې ذمه واري زياتېږي چې په هېواد كښې دننه د اتحاد او اتفاق فضاﺀ لپاره ټولو سټېك هولډرز مثبت كردار ترسره كړي۔په دې موقع د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن مولانا طاهر اشرفي هم خطاب وكړو۔