د صوبائي اسمبلۍ غړو ملك نور سلیم او محمد علی د ګورنر اقبال ظفر جھګړا سره وليدل

پېښور 20 ستمبر (اے پی پی) د صوبائی اسمبلۍ غړي ملك نورسلیم خان د چا تعلق چې د جمعیت العلمائے اسلام سره دے٬ د نهې په ورځ په پېښور ګورنر هاؤس كښې ګورنر اقبال ظفرجھګړا سره وليدل۔ له بلې خوا د دیر ضلعې څخه د صوبائی اسمبلۍ غړي محمدعلی د چا تعلق چې جماعت اسلامی سره دے٬ هم ګورنر سره ليدلي۔ دوي شېبه ګهړۍ د ګورنر سره وو او د سيمې د اولس خېر ښېګړو په اړه په بيلو چارو ئې ده سره خبرې اترې وكړې۔