د سېنېټ چيئرمېن د ټېكس ايمنسټي سكيم په حقله د تحريك التوا په ضد قرارداد تر سره كړو

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني د ټېكس ايمنسټي سكيم په حقله د تحريك التوا په ضد باضابطه قرارداد ترسره كړے دے ۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور ميا عتيق شېخ تحريك التوا منظورۍ له پھ ايجنډا شامل ؤ٬د كوم په حق كښې چې هغه دلائل وركړه۔د حكومتي ډلې مشر د دې تحريك مخالفت وكړو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل وړاندې هم څو وارې په دې حقله سېنېټ كښې بحث شوې۔د دې نه پس هغه د تحريك التوا معامله ترسره كړه