د سينيګال اولس مشر په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته راورسېد٬وزيراعظم محمد نواز شريف په نورخان هوائي مېدان د هغه هركلے وكړو

APP03-06 RAWALPINDI: September 06 – Prime Minister Mohammad Nawaz Sharif receiving President of Senegal, Macky Sall upon his arrival at Nur Khan Airbase. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د سينيګال اولس مشر ميكي سال د نهې په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته رارسېدلې دې ٬وزيراعظم محمد نواز شريف په نورخان هوائي مېدان د هغه هركلے وكړو۔په دې مهال دوه ماشومانو هغه ته د ګلونو ډالۍ وركړې۔د سينيګال اولس مشر به د پاكستان دورې پھ مهال د پاكستان او سينيګال ترمينځه د اړيكو نوې وامكاناتو لټولو له خبرې اترې كوي۔دې به په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د مفاهمت په يادښت لاس ليك هم كوي۔د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز هم د سينيګال اولس مشر هركلي له پھ هوائي مېدان موجود وو