د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه دې ملګري ملتونه د كشمير كشالې هواري او كشميريانو له د خود ارادايت حق وركولو لوظ تر سره كړي

APP91-21 NEW YORK: September 21 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addresses at the General Debate of the 71st session of the United Nations General Assembly at UN Headquarters. APP

نيويارك 12 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې هواري او كشميريانو له د حق خود اراديت وركولو ملاتړ پخلي كولو سره مقبوضه كشمير كښې د ملګرو ملتونو خپلواكه فيكټ فائنډنګ مشن د هندي عسكرو د ظلمونو پلټنو او په دغه ظلمونو كښې ككړو كسانو له د سزا وركولو غوښتنه كړی ده ۔ده ووئيل د كشمير ټول سياسي بنديوان دي سمدستي خوشې كړې شي٬كرفيو دې ختمه كړی شي٬د ژوبل كسانو لپاره دې طبي مرسته وركړې شي او د هند تور قوانين دې منسوخ كړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم وئيل پاكستان هند په امن اوسېدل غواړي٬مونږ دې مقصد ترلاسه كولو له يو ځل بيا هند ته د خبرو اترو وړاندېز كوو٬دغسې چې ټولې مسئلې هوارې كړې شي خو هند خبرو اترو له د نه قبلولو وړ شرطونه د وړاندې نه اېښودي دي ۔ده ووئيل بايد مونږ ته دا معلومه شي چې خبرې اترې يوازې د پاكستان لپاره ګټورې نه بلكې د دواړو هېوادونو لپاره ګټھ ورې دي۔وزيراعظم ووئيل د هند او پاكستان ترمينځه امن او د معمول اړيكې د كشمير شخړی هوارولو نه غېر ممكنه نه دي۔ده ووئيل پاكستان د كشميريانو د حق خود اراديت د غوښتنې بشپړه كوي٬د كومې لوظ چې د هغوي سره سلامتي كونسل په خپلو قراردادونو كښې كړے۔وزيراعظم ووئيل نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د حق خود ارادايت اعلاميه كشميريانو ته د خپلې آزادۍ لپاره د هلوځلو حق وركوي٬هر كال عمومي اسمبلي په اتفاق دا قرارداد منظوروي چې پكښې ټولو وګړيو لپاره د حق خود اراديت وركولو پخلې كېږي او په اړوندو رياستونو زور راوړلې كېږي چې په سمدستي توګه خپله قبضه ختمه كړي او هر ډول ظلمونه بند كړي۔ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه د معمول اړيكې د كشمير مسئلې هواري نه غېر ممكنه نه دي۔ده ووئيل د كشميريانو نوې نسل د هند ناجائز تسلط په ضد ودرېدلې او هغوي د هند د قبضې څخه د آزادۍ غوښتنه كوي۔ وزيراعظم د هند د لاسه شهيد شوي برهان واني د كشميريانو لپاره مثال ګرځېدلې۔وزيراعظم ووئيل په كشمير كښې 100 څخه زيات وګړي شهيدان كړی شوي دغسې ګڼ كسان فيلټ ټوپك د لارې په نښه كړې شو او هغوي ړانده كړی شوي۔د تېرو دوو مياشتو په مهال شپږ زره څخه زيات وګړي ژوبل كړې شوي۔ده ووئيل د هند دا ظلمونه دستاويزي شكل كښې موجود دي ٬ پاكستان به ملګرو ملتونو ته د هند د اړخه د بشري حقونو د خلاف ورزيو ثبوت وركړي۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو يو فېكټ فائنډنګ كمېسون دې جوړ كړی شي كوم چې مقبوضه كشمير ته لاړ شي او د هندي عسكرو د ظلمونو جاج واخلي۔ ده غوښتنه وكړه سلامتي كونسل دې د مقبوضه كشمير وګړيو لپاره د آزادۍ حق خود ارادايت لپاره په خپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔ وزيراعظم ووئېل هندي عسكر د بې ګناه كشميريانو په ضد پېلټ ګن كاروي٬هندي عسكرو 100 څخه زيات كشميريان شهيدان كړي۔ ده ووئېل پاكستان د كشميريانو د حق خود اراديت بشپړه مرسته كوي٬بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه هواره كړې شي٬ملګرو ملتونو كشميريانو له دا حق وركړې۔ ده ووئېل په مقبوضه كشمير كښې مشران٬مېرمنې او ماشومان د سترګو څخه محرومه كړي شوي ٬ وزيراعظم ووئېل مقبوضه كشمير كښې د هند تورو قوانينو غندنه كوو۔كشميري اولس د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد له 70 كاله انتظار كړې٬نړيواله ورورولي دې هند ته د مقبوضه كشمير څخه د عسكرو ويستلو لپاره اووئي ۔ وزيراعظم ووئيل دې ظلمونو سره د كشميريانو جذبې ته زيان نه شي رسېدې بلكې د دې په نتيجه كښې د كشمير څخه د هند تسلط ختمولو له د هغوي خشم او عزم نور هم زياتيږي ۔ده ووئيل د سرينګر نه تر سوپور هره ورځ د كرفيو په ضد وګړي آزادۍ غواړي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل هند ته د ټولو شخړو هواري له يو ځل بيا د خبرو اترو بلنه وركوو٬ترهه ګري نړيواله مسئله ده بايد د ترهه ګرۍ په ضد شريكې هڅې وكړی شي٬ ده ووئېل د انصاف نه غېر په نړۍ كښې امن نه شي راتللې٬پاكستان تر ټولو زيات د ترهه ګرۍ ښكار دے ۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ هم منلې چې افغانستان كښې امن د روغې جوړې د لارې ممكن دے٬د پاكستان وسله والو ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد ځانګړې قربانۍ وركړي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان پخپله سيمه كښې ستراتېژېكي استحكام راوستلو له لوظي دے مونږ هند سره نه د وسلو زغل غواړو او نه په دې كښې شامل يو خو بيا هم مونږ د خپلو ګاونډيانو د اړه په لويه توګه د وسلو زياتول نظرانداز كولې نه شوو او مونږ خپل د لږ نه لږ ډيټرنس په ځاې ساتلو له ټول ضروري ګامونه پورته كوو٬وزيراعظم ووئيل مونږ د هند سره په كوم هم شكل كښې او د كوم شرط نه غېر د تحمل او ذمه وارۍ سره په ټولو اقداماتو خبرو اترو له چمتو يو۔مونږ په جوهري تجربو د بندېز دوه اړخيزه لوظ نامه متفق كېدو له خبرو اترو له چمتو يو۔وزيراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې د جوهري وسلې لرلو سره او د يو ذمه واره رياست په حېث پاكستان د وسلې تحفيف او اتومي عدم پهلاو چېنلجونو حل له به د ټولو نړيوالو هڅو مرسته روانه ساتې۔ده ووئيل پاكستان د معروضي معيار په بنياد د كوم فرق نه غېر د نيوكليئرز سپلائرز ډلې ركنيت له په بشپړه توګه اهل دے۔وزيراعظم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابيو ذكر كولو سره ووئيل اقتصادي پرمختګ زمونږ نه د ترجيحي منزل كورني امن او استحكام له تقاضا كوي٬زمونږ هېواد د ترهه كرۍ ښكار دے٬زمونږ په هېواد كښې بهر هېوادونه د ترهه ګرۍ ملاتړ كوي۔ده ووئيل مونږ به چا ته هم د ترهه ګرۍ او په پاكستان كښې داړي ګړي پیدا كولو لپاره د عدم او استحكام د دړكو اجازه ورنه كړو٬ زموڼږ وګړو او امنيتي اهلكارو پھ دې جنګ كښې قربانۍوركري٬مونږ د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي يو۔ د ضرب عضب عملياتو حواله وركولو سره وزيرعظم ووئيل په دې جنګ كښې مونږ دوه لكه امنيتي اهلكار په ځائ كړي او زمونږ د كوټلي نېشنل ايكشن پلان ښې نتيجې هم رامخې ته كېږي۔ده ووئيل زمونږ نېشنل ايكشن پلان ته زمونږ د اولس او پارلمان سره سره زمونږ د امنيتي ځواكونو مرسته ترلاسه ده۔ ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد كاميابۍ ترلاسه كړي٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د پورته كړی شويو ګامونو مثبتې نتيجې رامخې ته شوي٬ضرب عضب عمليات د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو لويې كمپائن دے۔ده ووئيل ترهه ګري اوس يو نړيوال لعنت دے۔وزيراعظم نواز شريف پھ دې خبره زور راوړو چې مونږ د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد جنګ كښې تر هغه وخته كاميابي نه شو ترلاسه كولې تر څو چې مونږ د دې بنيادي اسباب لرې كړې نه وي۔وزيراعظم د سيمه ايزې وضعې ذكر كولو سره ووئيل افغانستان كښې د روان جنګ 15 كاله پس نړيواله ورورولي دا ووائې چې هېواد كښې د امن يوازنۍ لار كابل كښې حكومت او افغان طالبانو ترمينځه خبرې اترې دي۔ده ووئيل د افغانستان د مسئلې حل پوځي نه دے٬افغانستان كښې د شخړو او بدامنۍ اثرات په پاكستان هم مرتب كېږي۔ده ووئيل پاكستان د 30 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي او دغه كډوال اوس هم پاكستان كښې موجود دي٬مونږ په عزت سره د افغان كډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو خوښي لروده ووئيل نړيوالې ورورولۍ هم منلې چې افغانستان كښې امن د روغې جوړې د لارې ممكن دے۔ده ووئيل د لويو قواؤ ترمينځه سيالي په اختلاف بدلېږي٬په نړۍ كښې غريبي او مسئلې زياتېږي۔ وزيراعظم ووئېل د پرمختګ سره نړۍ كښې غريبي هم شته۔وزيراعظم ووئيل زمونږ د حكومت په دريو كلونو كښې معاشي ښه والې راغلې۔د خپل خطاب په آخر وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د ټولو شخړو ختمولو٬ د امن ودې٬د ترههګرۍ په ضد جنګ٬دجمهوريت استحكام٬د بشري حقونو ودې٬نړيوال پرمختګ او په ماحولياتي چېلجونو قابو موندلو له پاكستان يو مهمه برخه لرونكې هېواد دے٬مونږ يوازې د ملګرو ملتونو د لارې او د هغې د چارټرډ په اصولو په سختۍ عمل كولو سره دغه ټول اهداف ترلاسه كولې شو او يو نوې او امن ناكه نړيوال نظام جوړولې شو۔