د زمبابوے اولس مشر رابرټ موګابے درملنې نه پس هېواد ته راستون شوے

هرارے 04 ستمبر (اے پي پي) د زمبابوے اولس مشر رابرټ موګابے درملنې نه پس هېواد ته راستون شوے۔هغه د طبي معائنې لپاره خليجي رياست دبئي ته تللې وو۔د المان مېډيا له مخې د 92م كلن اولس مشر په اړه وئېلي كېږي چې هغه د روغتيا مسئلو سره مخ دے۔پايه تخت ته په رارسېدو هغه ووئيل چې زه دبئي ته د خپلو كورنيو معاملاتو په اړه تللې اوم۔دا خبره دې ياده وي چې رابرټ موګابے 1980 كښې د زمبابوے آزادۍ نه پس تر دې وخت د صدارت په چوكۍ ناست دے