د روسيه اولس مشر پيوټن د اوباما نه غوره لارښود دے۔ ډونلډ ټرمپ

نیویارك 08 ستمبر (اے پي پي)د امریکې د رپبلكن ګورند نومولې شوې كانديد ډونلډ ټرمپ د روسيه اولس مشر ولايمير پيوټن ستائنه كولو سره وئيلي دي ھغه د اوباما په مقابل كښې لوې لارښود دے۔د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې نيويارك كښې د پوځي چارو پوهانو فورم كښې د پوښتنو او ځوابونو په مهال ډونلډ ټرمپ د روسيې د اولس مشر ښه ستائنه وكړه۔ د ټرمپ دا بيان په يو داسې موقع رامخې ته شوې كله چې د پېنټاګون مشر په روسيه تور لګولې ٶ چې ھغوې په نړۍ كښې د عدم استحكام فصل كري۔بلخوا په دې فورم كښې د ډېموكرېټ ګوند كانديدې هېلري كلنټن خپل پوزيشن واضحه كولو سره وئيلي دي د عراق جنګ له ووټ وركول يوه تېروتنه وه۔ په دې فورم كښې هېلري كلنټن او ډونلډ ټرمپ دواړه راغلې وو۔ ټرمت په دې موقع ووئيل پيوټن په نړيوال رېنكنګ كښې 82 فيصده رېټنګ لري۔