د حكومت د غوره پالېسو په نتيجه كښې د ټولې نړۍ سرمايه كار په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ ډاكټر نور فاطمه

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د نړيوالو چارو كاپوهې ډاكټر نور فاطمه وئيلي دي چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې څخه استفاده كولو لپاره به سړكونه او موصلاتي نظام لا ښه كول وي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې نور فاطمه ووئيل چې په 19مه او 21مه پېړې كښې زيات پام ٬ فضائي٬ بحري او زمكي لارو ته شوے۔ هغې ووئيل چې پاكستان د محل وقوع په اعتبار په منطقه او مېنځي ختيز كښې ډېر اهميت لري۔ هغې ووئيل چې د حكومت د غوره پالېسو په نتيجه كښې د ټولې نړۍ سرمايه كار په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ هغې ووئيل چې د نړۍ د 46 اربه ډالرو تر ټولو لويه سرمايه كاري د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په صورت كښې په پاكستان كښې كېږي۔ نور فاطمه ووئيل چې د دې پروژې ګټه به ټولې منطقې٬ مېنځي ختيز او افريقائي هېوادونو ته هم ورسي۔