د حكمت يار د اړخه د افغانستان او امريكې ترمينځه د لوظ نامو ختمولو او د افغانستان څخه د ټولو امريكائي عسكرو د ستنيدو غوښتنه

كابل 04 ستمبر (اے پي پي) افغان حكومت او د پخواني جهادي كمانډر ګلبدين حكمت يار ګوند حزب اسلامي د امن لوظ نامې زياتره نكتو ته سلا شوي او د اعلاميې زر تر زره جاري كولو امكان دے۔د افغانستان مېډيا د حزب اسلامي نزدې ذريعو په حقله وئېلي دي چې د افغان حكومت او حزب اسلامي ترمينځه مشاورتي عمل په نتيجه كښې د امن لوظ نامو په زياتره نكتو اتفاق شوې او په دې لړ كښې زر تر زره د اعلاميې جاري كولو امكان دے۔د افغان هائي پيس كونسل وياند محمد امين مظفري په دې لړ كښې د پېشرفت ادعا كړې۔د افغانستان مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د حزب اسلامي سره حتمي لوظ نامه كېدې شي۔ده ووئيل د امن لوظ نامه په 25 نكاتو مشتمل ده كومه چې د هائي پيس كونسل مشاورت سره جوړه شوي۔په دې مهال ځينې داسې اطلاعات هم رامخې ته شوي چې له مخې يې د حزب اسلامي د اړخه داسې شرائط اېښودلې شوي چې په كومو عملدرآمد ناممكن دے۔د ذريعو له مخې د حكمت يار د اړخه د افغانستان او امريكې ترمينځه لوظ نامو ختمولو او افغانستان څخه د ټولو امريكائي عسكرو د ستنولو غوښتنه شوې۔د دې نه وړاندې حكمت يار د افغانستان څخه د ټولو غېر ملكي عسكرو ستنېدو غوښتنه كړې وه اوس هغه يوازې د امريكائي عسكرو ستنېدو غوښته كوي