د تېلو او ګاز لټون په لړ كښې د 1.6 كهربه روپو سرمايه كاري شوې

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د تېلو او ګاز لټون په لړ كښې د 1.6 كهربه روپو سرمايه كاري شوې٬د تېرو دريو كلونو پھ مهال د تېلو او ګاز 82 فيډرز موندلې شوي دي ٬د ګاز نوې كنكشنې”وړومبې راشۍ وړومبې ترلاسه كړئ”پھ بنياد وركړی كېږي٬پھ 2011 كښې د ګاز په نوې كنكشنو لګولې شوې بندېز لرې كولو په اړه ووئېلې شوي ٬هېواد كښې د ګاز لوډشېډنګ وضعه ښه شوې۔نوي آبادۍ كښې د 100 نه زياتې كنكشنې وركړی كېدې شوې كومې چې د 200 ووئېلې شوې۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دمې په مهال شاهد خاقان عباسي ووئيل په 2011 كښې د ګاز نوې كنكشنو پھ وركولو بندېز لګولې شوې ؤ ٬مونږ اوس د ايمپورټډ ګاز په بنياد د بندېز ختمولو وېنا كړې۔ده په ډاګه كړه چې كومه هم صوبه د ګاز پېداوار په لړ كښې په خپلو پښو نه ده ولاړه۔ ده ووئېل د كورونو پھ كنكشنو بندېز نشته خو هغوي به خپل لمبر ته انتظار كوي۔ده ووئيل په هېواد كښې د ګاز په كمي تر ډېره حده قابو موندلې شوې۔ده ووئيل نوې سوسائټو ته د ګاز كنكشنې نه وركړی كېږي٬په هېواد كښې دا مهال چرته هم د ګاز لوډشېډنګ نشته٬د اېل پي جي بيعه رېګولېټ شوې ده ۔