د تركيې اولس مشر به د جي 20 مشرانو د غونډې په موقع ﴿نن﴾ د اروپا مهمو مشرانو سره ملاقات كوي

انقره 03 ستمبر (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان به د جي 20 مشرانو د غونډې په موقع ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د اروپا مهمو مشرانو سره ملاقات كوي۔ د خبر له مخې دا ملاقات به د چين په هانګ ژو ښار كښې كېږي۔ د تركيې حكومت لخوا وئيلي شوي دي چې ترك اولس مشر به د المان٬ فرانس او د اټاليا مشرانو سره ملاقات كوي۔ په دې ملاقات كښې به د كډوالو په لوظنامه او په تركيه كښې د ناكام پوځي بغاوت نه پس په تركيه كښې په كرېك ډاؤن او نورچارو خبرې كېږي۔