د برتانيې 19 زره مسلمانان به سږ كال د حج سعادت ترلاسه كوي

مكه 10 ستمبر (اے پی پی) د برتانيې 19 زره مسلمانان به سږ كال د حج سعادت ترلاسه كوي۔د سعودي مېډيا له مخې د برتانيې وګړي د 94 حج آپرېټرانو په مرسته رارسېدلي۔د ذريعو له مخې د برتانيې د حج مشن غړو تېره ورځ جده كښې د برتانيې قونصلر جنرل سره ملاقات كړې او هغه سره يې د برتانيې حج كونكو په اړه په چارو خبرې كړې دي۔د دې مشن قيادت اسلامك كلچرل سنټر كوي۔برتانيه كښې د سعودي عرب سفير د دې مشن ټرسټي دې۔د سعودي چارواكو د برتانيې حج مشن او حج كونكو له د ټولو ضروري آسانيو وركولو لپاره د عزم پخلې كړے