د او آئی سی لخوا يو ځل بيا د کشمیریانو د حق خودارادیت د حمایت پخلے

ملګري ملتونه 24 ستمبر (اے پی پی) د اسلامی مرستې تنظیم (او آئی سی) د غړو هيوادونو خارجه وزيرانو يو ځل بيا د کشمیریانو د خپلواكۍ حق له حمایت پخلې كولو سره مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو د صورتحال مانیټرنګ او د پاکستان او هند ترمينځه راوانې د کشمیر مسئلې حل کولو په حاجت زور راوړو۔ د اسلامی مرستې تنظیم 57 غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو د رابطې كلنې غونډې په مهال د او آئی سی کنټيكټ ډلې راپورونو منظوری وركړې شوه چې پكښې د جمو او کشمیر په اړه راپور هم شامل دے۔ راپور كښې د ادارې په انډیپنډنټ پرماننټ هیومن رائټس کمېشن زور راوړې شوے چې مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو جاج واخلي او د وزيرانو كونسل راروانې غونډې ته خپل راپور وړاندې كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې په مهال شوې د او آئی سی د خارجه وزيرانو غونډې مشري د کویت خارجه وزير شیخ صباح الخالد الصباح كوله دغسې غونډه كښې د غړو هيوادونو خارجه وزيرانو او د او آئی سی عمومي سیکتر ایاد امین مدنی هم ګډون وكړو ۔ غونډه كښې د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار مشیر سرتاج عزیز د پاکستانی پلاوي مشري كوله ۔ په دې مهال خپل خطاب کښې سرتاج عزیز مسلمان امت ته په پېښو چیلنجونو رڼا واچوله او غونډه ئې مقبوضه کشمیر كښې د بشرې حقونو خلاف ورزیو په اړه خبر كړه۔ خارجه سلاحكار پھ دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چی په 8 جولائی د كشمير د ځوانانو لارښود برهان وانی د عدالت نه غېر قتل نه پس د هند عسكرو خپل ظلمونه زيات كړې دي چې په نتيجه كښې ئې 100 څخه زيات بې ګناه وګړي شهیدان كړې شوي او د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ كسان ژوبل كړې شوي۔ ده ووئيل د کشمیریانو په ضد د پیلټ ګن کارولو سره د 150 څخه زيات بې ګناه كشميريان نابينا كړې شوي دي۔ ده پھ نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې مقبوضه کشمیر كښې د غاصبانه پالیسیو ختمولو ‘ د کشمیریانو بنیادی حقونو تحفظ او د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو چې پكښې کشمیریانو د خپل بنیادی حق ‘ حق خودارادیت وركولو لوظ شوے عملدرآمد له په هند فشار واچوي۔ خارجه سلاحكار د فلسطین نصب العین او مينځني ختيز او افغانستان كښې د امن بحالۍ او استحکام له د پاکستان د اړخه د حمایت پخلې وكړو۔ په دې مهال د کشمیری اولس نمائندہ پلاوي هم خطاب وكړو او غونډه ئې د مقبوضہ کشمیر د تازہ صورتحال څخه خبر كړه۔( ص