د افغانستان اولس مشر د هند دورې په مهال د هند د اړخه افغانستان لپاره د نورو جنګي چورلكو او پوځي سامان وركولو امكان دے

كابل 10 ستمبر (اے پی پی) د افغانستان اولس مشر اشرف غني د هند دورې په مهال د هند د اړخه د افغانستان لپاره د نورو جنګي چورلكو او پوځي سامان وركولو امكان دے۔د افغانستان مېډيا سفارتي ذريعو په اړه ووئيل چې افغانستان دې دورې نه وړاندې هند له د ضروري پوځي سامان يو فهرست وركړے په كوم چې هند د مثبت طرز عمل څرګندونه كړې او اوس د افغانستان اولس مشر دورې په مهال په دې لړ كښې د نور پېشرفت هيله ده۔افغانستان اولس مشر اشرف غني به راروانې مياشتې په آخر كښې د هند سركاري دوره كوي۔دې به د دورې په مهال د هندي چارواكو سره په مهمو دوه اړخيزه سيمه ايزو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔د ذريعو له مخې په ابتدائي توګه افغانستان د هند څخه د اټېك چورلكې او توپخانې لپاره د ايمونېشن وركولو خواست كړے