د آزاد کشمیر اولس مشر د اسلامي هېوادونو د كشمير رابطه ګروپ په تنظیم په مقبوضه سيمه كښې د هندي بربريت او تورو قوانينو خاتمې لپاره په كردار تر سره كولو ټېنګار وكړو

ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان د اسلامي هېوادونو د كشمير رابطه ګروپ ته په خپل خطاب كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي بربريت ٬ پېلټ ګنز كارولو يو ځل بيا غندنه كولو سره رابطه ډلې ته وئيلي دي چې هند ته ووائي چې د ارمډ فورسز سپېشل پاور اېكټ پشمول تور قوانين دې ختم كړې شي٬ ملګري ملتونه دې د محصور شويو كشميريانو آسانيو لپاره د انسانيت په بنياد لار ولټوي٬ او آئي سي عمومي سېكتر دې د مقبوضه كشمير د صورتحال شدت څخه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د سلامتي كونسل صدر خبر كړي۔ ده تېره ورځ د او آئي سي رابطه ګروپ غونډې ته وېنا كوله۔ د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل د جولائي په 8مه نيټه د كشمير زلمي برهان واني د شهادت نه پس په سلګونو كشميريان چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي شهيدان كړې شوي دي٬ د پېلټ ګنز كارولو له امله د 150 نه زيات كسان نابينا شوي دي٬ د لس زره نه زيات كشميري ماشومان د هندي ځواكونو د ډزو له امله ټپيان شوي دي٬ په مقبوضه سيمه كښې كشميريان دا مهال محصور دي٬ په ھغوي زمكه تنګه كړې شوې٬ جنسي تېرې دهشت خپرولو له د وسلې په توګه كارول معمول جوړ كړې شوي ٬ سوله ايز احتجاج جرم ګڼلې شي٬ په سياسي اجتماع بنديز لګول شوې٬ كشميري مشران نظر بند كړې شوي ٬ په تقريرونو او تګ راتګ بنديز لګول شوې٬ موبائل فون ٬ انټرنېټ په مقبوضه وادي كښې ممنوع دي٬ د تېرو لسو اونيو راهسې په مقبوضه سيمه كښې د سخت انساني بحران كېفيت دے۔ ده ووئيل هندي ځواكونه د جنيوا كنونشن د آرټيكل 3 خلاف ورزي كوي۔ د آزاد کشمیر اولس مشر د اسلامي هېوادونو د كشمير رابطه ګروپ ته ووئيل چې په مقبوضه سيمه كښې د هند بربريت او تورو قوانينو خاتمې لپاره دې كردار تر سره كړې شي۔