دوه لكه غېر رجسټرډ ، يو لک 20 زره رجسټرډ افغان كډوال هېواد ته ستانه شوي دي٬ رجسټرډ افغان كډوال په زوره د شړلو تاثر سم نه دے۔ ډاکټر عمران زېب

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د افغان كډوالو ستر کمشنر ډاكټر عمران زېب وئيلي دي چې سږ كال د 4 لكو افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو امكان دے تر اوسه دوه لكه غېر رجسټرډ ، يو لک 20 زره رجسټرډ افغان كډوال هېواد ته ستانه شوي دي٬ رجسټرډ افغان كډوال په زوره د شړلو تاثر سم نه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پارلماني ګوندونو ته د افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو څخه په پېدا شوي صورتحال بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل هېواد كښې په 14 لكو رجسټرډ افغان كډوالو كښې يو لك شل زره هېواد ته ستانه شوي دي دغسې دوه لكه غېر رجسټرډ افغان كډوالو هم هېواد ته ستانه شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو 40 كالو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ ده ووئيل افغان اولس مشر اشرف غني وئيلي دي چې افغانان زما قام دے دوي به خامخه هېواد ته راولم۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د افغان اولس مشر هڅې د ستائنې جوګه دي۔ ده ووئيل په رجسټرډ افغان كډوالو كښې تر ټولو زيات په خېبر پښتونخوا كښې مېشته دي۔ ده ووئيل رجسټرډ افغان كډوال په زوره د شړلو تاثر سم نه دے او نه دا تاثر سم دے چې ګني رجسټرډ افغان كډوال په جرمونو كښې ككړ دي۔