خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو عمومي سېكتر هېلګا شمد سره ملاقات

ملګري ملتونه 21 ستمبر (اے پي پي) خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو عمومي سېكتر هېلګا شمد سره ملاقات كړې او په دې موقع ئې ھغه د مقبوضه كشمير د خرابېدونكې وضعې او په دې لړ كښې د پاكستان د تشويش نه خبر كړې۔ خارجه سېكتر هېلګا شمد په بې ګناه كشميريانو د هندي ظلم او په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو نه خبرولو سره ووئيل چې د برهان واني د شهادت نه پس د احتجاج په نتيجه كښې د سلو نه زيات كسان شهيدان او د 8 زره نه زيات ټپيان كړې شوي دي۔ د جاري شوي بيان له مخې اروپائي ائتلاف د پاكستان اندېښنې نوټ كړې او د پاكستان او هند ترمېنځه د موجوده وضعې پحقله ئې معلومات ترلاسه كړل۔ د دواړو مشرانو د ملاقات په مهال د افغانستان په وضعه هم خبرې وشوې۔ هېلګا شمد افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ھغه خارجه سېكتر اكتوبر كښې په برسلز كښې كېدونكې د افغانستان په اړه د وزارتي كنفرنس نه هم خبر كړو۔﴿م ع/ ګ ل 1826﴾