حكومتونه او شخصي څانګې دې د خواندګۍ زياتولو ٬ سوله ايزو ٬ انصاف خوښو او اجتماعي ټولنو له په ګده كار وكړي۔ بان کي مون

اقوام متحدہ 08 ستمبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان کي مون ټولو هېوادونو په حكومتونو او شخصي څانګو زور رواړلو سره وئيلي دي ټول دولتونه او شخصي څانګې دې د خواندګۍ زياتولو ٬ سوله ايزو ٬ انصاف خوښو او اجتماعي ټولنو له په ګده كار وكړي۔د شرح خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې بان كي مون ووئيل سږ كال ښه پرمختيائي هدفونو له هڅې پېل كړې شوې او دا هدفونه د نړۍ ٬ د زمكې او امن لپاره اېكشن پلان دے۔ده ووئيل د شرح خواندګۍ زياتولو او د ښه پرمختګ هدفونه د 2030 اصل مقصد دے ۔ ده ووئيل دا د بشري حقونو٬ صنفي مساوات او د ښه ټولنې بنياد دے كوم چې د غربت خاتمې او نړۍ كښې د مېشته كسانو خوشحالۍ له ضرورې دے ۔ د يادونې وړ ده د ملګرو ملتونو د تعليم ٬ سائنس او كلتور نتظيم (یونېسکو) د نن نه 50 كاله وړاندې په كال 1966 كښې د ستمبر 8مه نيټه د شرح خواندګۍ ورځې په توګه د لمانځلو اعلان كړې ٶ