جمهوری حکومت هيواد د قائداعظم پاکستان جوړولو له لوظي دے

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د بابائے قوم د نظریې ترمخه هيواد كښې د انتها خوښۍ هيڅ ګنجائش نشته ، جمهوری حکومت هيواد د قائداعظم پاکستان جوړولو له لوظي دے۔ ده د اتوار په ورځ د بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح 68مې كاليزې په موقع خپل پیغام كښې ده د دې عزم پخلے وكړو چې جمهوری حکومت به هيواد په حقیقی معنو كښې د قائداعظم پاکستان جوړولو كښې هيڅ بې غوري نه كوي۔ ده ووئيل ټول قام نن د قائداعظم محمد علی جناح كاليزه عقیدت او احترام سره لمانځي۔ ده ووئيل بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو له ښه تګلار پاکستان د هغه د وژن ترمخه امناكه ، جدید، فلاحی او پرمختللې اسلامی هيواد جوړولو له جدې هڅې كول دي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل د قائداعظم شميره د نړۍ لويو لارښودو او پوها سیاستمدارو كښې ده۔ هغه د نيمې اوچې د مسلمانانو د آزادۍ تحریك کامیابه قیادت کړے او د نړۍ وړومبنې اسلامی نظریاتی ریاست ئې جوړ كړے۔ د آزادۍ تحريك د قائداعظم د سیاسی بصیرت عکاس ده كوم به چې تاریخی لحاظ سره تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل ټوله نړۍ د قائد د اصولو څخه خبر وه۔ هغه تل د آئین او قانون پاسداری کړي او سیاست كښې ئې مثبت اقدار قوي كړي۔ ده ووئيل قائداعظم د نيمې اوچې مسلمانانو له د اتحاد، ایمان او تنظیم درس وركړې كوم چې نن هم زمونږ لپاره د لارې مشعل دے۔ وزيراعظم ووئيل هيواد كښې د امن وضعه مخ په ښه كيدو ده او د انتها خوښو ملا ماته شوي ۔ ده ووئيل حکومت د لوډ شیډنګ ختمولو له شپه ورځ كار كوي كوم چې اقتصادی پرمختګ كښې خنډ دے ۔ ده ووئيل د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ سره به د ټولې سيمې معاشی منظر نامه بدل شي ۔ ده ووئيل مونږ به د قائداعظم محمد علی جناح د فرمودات لارښودنه كښې هيواد د پېښو ستونزو څخه وېستلو كښې بريالي شو۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے قائداعظم له جنت الفردوس كښې اعلیٰ مقام وركړي۔