ترکیه د پاکستان ښه ملګرې دے٬ د پاكستان حكومت تركيه كښې د جمهوريت بشپړه مرسته كوي

اسلام آباد02 ستمبر(اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې ترکیه د پاکستان ښه ملګرې دے٬ د پاكستان حكومت په تركيه كښې د جمهوريت بشپړه مرسته كوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په سباٶن كښې اړيكې لا قوي شي۔اسحاق ډار دا خبرې د جمعې په ورځ د تركيه فارن اكنامكې ريلېشنز بورډ چيئرمېن عمر سيهاد وردان په مشرۍ كښې پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړ۔د تركيه پلاوي د پاكستان حكومت په سخت وخت كښې په ملګرتيا كولو مننه وكړه۔ وفاقی وزیر خپلو خبرو كښې ووئيل ترکیه د پاکستان ښه ملګرې هېواد دے٬ د پاكستان حكومت په تركيه كښې د جمهوريت بشپړه مرسته كوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په سباٶن كښې اړيكې لا قوي شي۔د ملاقات په مهال پلاوي په دوه اړخيزه تجارت كښې د مرستې زياتولو په چارو هم خبرې وكړې۔ پلاوي وفاقي وزير خبرولو سره ووئيل تركيه پاکستان كښې بزنس کمیونټي معرفي كولو كښې خوښي لري۔وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او كاروباري موقعو ته په وده وركولو د پلاوي د هڅو ستائنه وكړه