اولس مشر ممنون حسېن سره د سوډاني اولس مشر خاص استازي ملاقات وكړو

APP12-23 ISLAMABAD: September 23 – President Mamnoon Hussain talking to Special Envoy/Minister of International Cooperation of Sudan Kamal Hasan Ali who along-with a delegation called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې سره د پاكستان او سوډان ترمېنځه شريك تجارت لا سوا كېدے شي٬ د پاكستان او سوډان ترمېنځه دوستي د مذهب٬ تاريخ او كلتور رشتې قوي كوي۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ د سوډاني اولس مشر خاص استازي كمال حسن علي سره د خبرو په مهال وكړې۔ خاص استازې د سوډاني اولس مشر مهم پېغام راوړلو سره اولس مشر ته راغلې و۔اولس مشر د روغتيا په نړيواله اداره كښې د سوډان استازي توب لپاره د ملاتړ په خواست د غور كولو باور وركړو۔ اولس مشر ووئيل چې بايد د پاكستان او سوډان ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د پلاوو د تګ راتګ تبادله روانه وساتل شي چې دغسې د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي كړې شي۔ اولس مشر ووئيل چې په دفاعي نندارتون آئيډياز 2016م كښې به د سوډان ګډون كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې نوې لارې پرانستل شي۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستان او سوډان د وړاندې نه په نړيوالو فورمونو د يو بل ملاتړ كړے او په راتلونكي وخت كښې به هم د يو بل ملاتړ كوي۔ په دې موقع اولس مشر خاص استازي كمال حسن علي ته د سوډان مشرانو او اولس لپاره د نېكو هيلو پېغام هم وركړو۔