اولس مشر ممنون حسېن ته د كاناډا٬نيپال او بهوټان نامزد سفيرانو خپل اسناد وړاندې كړه

APP35-29 ISLAMABAD: September 29 - Envoys designate of Canada, Nepal and Bhutan presenting their credentials to President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن ته د كاناډا٬نيپال او بهوټان نامزد سفيرانو د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د يوې دستورې په مهال خپل اسناد وړاندې كړې دي ۔په دې موقع د پاكستان او اړوندو هېوادونو قامي سردونه وغږولې شول او سفيرانو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړی شو۔هائي كمشنر او سفيرانو د اولس مشر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړه۔پھ دې موقع اولس مشر په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان د ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډيانو سره د امن او استحكام اړيكو ته د ودې وركولو خوښي لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې شته بايد غېر ملكي سرمايه كار د دې څخه ګټه پورته كړي۔اولس مشر نوي سفيرانو له مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې دوي به د پاكستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو اړيكو لا مستحكمولو له كار وكړي۔كومو سفيرانو چې اولس مشر ته خپل سندونه وړاندي كړي په هغوي كښې د كاناډا هائي كمشنر پيري جان كالډ رووډ٬د نيپال سفير سيو المسال اديكاري او د بهوټان سفير سونم ټوبډن ربګي شامل وو