افغانستان٬ د تشدد په پېښو كښې د افغان ملي اردو 12 عسكر ووژل شول

کابل 08 ستمبر(اے پي پي) افغانستان كښې د تشدد په پېښو كښې د افغان ملي اردو 12 عسكر وژلې شوي دي ۔د افغان ميډيا راپورونو له مخې كابل كښې د دفاع وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په پوځي كاروائيو او د تشدد په پېښو كښې د افغان ملي اردو 12 عسكر وژلې شوې دي۔بيان كښې وئيلي شوې دا كاروائۍ په ننګرهار، کنړ، غزني، پکتیکا، پکتیا، مېدان وردګ ، قندهار ، کابل ، غور، بغلان ،قندوز او ارزګان كښې شوې دي۔ بيان كښې زياته كړې شوې چې په دې موقع ګڼ شمېر طالب جنګيالي هم مړه او ژوبل شوې دي